قالیباف: ایران دښمنانو ته د پرېکنده ځواب ورکولو وړتیا لري

0
55

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، د دغه هېواد دښمنان هڅه کوي د «نه جګړې، نه سولې» وضعیت په رامنځته کولو سره ایران په یوه اوږدمهاله بهیر کې ښکېل کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، قالیباف په تهران کې یوې غونډې ته ویلي، له دغه وضعیت څخه د وتلو لار د دوامدار دفاعي ځواک پیاوړتیا ده.

هغه ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي او جګړه دواړه د دفاعي ځواک د رامنځته کولو لپاره وسیلې دي.

د ایران د پارلمان رییس ادعا کړې، چې د دغه هېواد پوځي ځواک داسې پړاو ته رسېدلی، چې تهران د جګړې جغرافیه ټاکي او د احتمالي بریدونو پر وړاندې د لا پرېکنده ځواب ورکولو وړتیا لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ