د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، انقره د مکې دفاعي تړون په چوکاټ کې سعودي عربستان یا د عربي ټاپووزمې نورو سیمو ته د خپلو سرتېرو د استولو پلان نه لري.
فیدان د ترکیې له «TGRT Haber» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د یمن د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو یې وضعیت په هر اړخیز ډول ارزولی، خو هېڅ ډول سرتېري یا پوځي تجهیزات نه استوي.
نوموړي د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون ته په اشارې ویلي، چې د دغه تړون دفاعي ماهیت څو ځله د ولسمشر په ګډون د رسمي سرچینو له لوري روښانه شوی او اړوند شرایط یې هم مشخص دي.
د راپور له مخې، د روانې میاشتې په پیل کې د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره دفاعي تړون تصویب کړ.
دغه تړون د ګډې دفاع ماده لري، چې له مخې یې د یوه غړي هېواد پر وړاندې د برید په صورت کې د نورو غړو د دفاع ژمنه مطرح کېږي.


