افغانستان درې ټنه غوښه قطر ته صادره کړه

0
58

د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو ریاست وايي، د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا په لړ کې درې ټنه غوښه قطر ته صادره کړې ده.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې صادراتو موخه د افغانستان د کورنیو تولیداتو لپاره د نړیوالو بازارونو موندل، د غوښې صادراتو زیاتول او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا ده.

د یاد شرکت په وینا، هڅې روانې دي چې د لوړ کیفیت او معیارونو لرونکې غوښه نړیوالو بازارونو ته وړاندې او د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ