د مصنوعي ځیرکتیا د پانګونو په اړه اندېښنو د اسیا د ونډو بازارونه سخت ځپلي

0
53
FILE PHOTO: A man wearing a face mask is seen inside the Shanghai Stock Exchange building at the Pudong financial district in Shanghai, China February 28, 2020. REUTERS/Aly Song/File Photo

د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونو د دوام په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره د اسیا د ونډو بازارونه د دوشنبې په ورځ له سختې لوېدنې سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جنوبي کوریا د کوسپي شاخص ۵.۸ سلنه، د هانګ‌کانګ هنګ‌سنګ شاخص ۱.۸ سلنه او د چین د CSI 300 شاخص تر ۱.۳ سلنې ډېر راټیټ شوي دي.

د تایوان د ونډو بازار هم له کمښت سره مخ شوی دی.

دا کمښت وروسته له هغه رامنځته شوی چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د S&P 500 شاخص ۳.۷ سلنه او د ټکنالوژۍ پر شرکتونو متمرکز Nasdaq شاخص ۵.۳ سلنه راټیټ شول.

شنونکي وايي، پانګه‌وال اندېښنه لري چې د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه ښايي د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د څو ټریلیون ډالرو پانګونو د دوام وړتیا ونه لري.

د ګارټنر څېړنیز شرکت د اټکل له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې نړیوالې پانګونې به په ۲۰۲۶ کال کې ۲.۷ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.

بلخوا، د جنوبي کوریا د سیمي‌کانډکټرونو صادرات د نومبر په لومړیو ۲۰ ورځو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹۴.۴ سلنه زیات شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ