د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د هوید پولیسو د حوزې اړوند د علاخېلو په سیمه کې پر یوې سیمهییزې قومي جرګې د نامعلومې کوادکوپټر ډوله ډرون برید شوی، چې له امله یې نهه کسان ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې ماشومان او سپینږیري هم شامل دي.
د برید د عاملانو او انګېزې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.


