امیرخان متقي د ایکو سازمان په راتلونکې سرمشریزه کې د افغانستان د پلاوي مشري کوي

0
60

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي ویلي، چې د دغه حکومت یو پلاوی به د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د جلالي په وینا، د افغانستان د پلاوي مشري به د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر غاړه ولري.

ټاکل شوې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو اتلسمه سرمشریزه د روان کال د ډسمبر په درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د سازمان د غړو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي او د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو اړیکو پر پراختیا به خبرې وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ