اې‌بي‌سي نیوز:په هرمز تنګي کې د بېړیو پر ضد بریدونه اوج ته رسېدلي

0
52

په هرمز تنګي او شاوخوا سمندري سیمو کې پر بېړیو د بریدونو شمېر د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په اکتوبر او نومبر میاشتو کې بې‌ساری لوړ شوی دی.

د امریکا اې‌بي‌سي رسنۍ د نړیوالو سمندري ادارو د معلوماتو په حواله راپور ورکړی، چې د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي مرکز په اکتوبر میاشت کې په دغه سیمه کې ۳۱ بریدونه ثبت کړي او د نومبر تر ۱۸مې نېټې پورې یې ۱۹ نور بریدونه هم راپور کړي دي.

د راپور له مخې، د روان کال له مارچ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې پر بېړیو ټول ۵۳ بریدونه ثبت شوي وو، چې په منځنۍ توګه هره میاشت له ۱۰ تر ۱۵ بریدونو پورې پېښېدل.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوند نړیوال سمندري سازمان وايي، په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۴ بریدونه تایید شوي او د جګړې له پیل راهیسې په منځني ختیځ کې پر بېړیو د بریدونو ټول شمېر ۱۳۸ ته رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، د بریدونو ډېری هدف شوې بېړۍ د هرمز تنګي په سوېلي برخه کې، د عمان ساحل ته نږدې، د تګ راتګ پر مهال په نښه شوې دي.

په وروستیو پېښو کې د نومبر په اتمه د عمان پر دیدامار ټاپو، چې د رادار او مخابراتي اړیکو اسانتیاوې لري، د بې‌پیلوټه الوتکو برید هم شوی دی.

همداراز، د پاناما بېرغ لرونکې د «جېم نمبر ۲» په نوم د تېلو یوه لویه لېږدوونکې بېړۍ، چې د سعودي عربستان دوه میلیونه بېرله تېل یې لېږدول، د متحده عربي اماراتو ساحل ته نږدې د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شوې او اور یې اخیستی و.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ