د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د هرمزګان ولایت په ختیځ کې د سیریک ولسوالۍ اوسېدونکو څو شېبې وړاندې د سمندر له لوري د زورورو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د راپور له مخې، د چاودنو څرنګوالی لا نه دی معلوم شوی؛ خو احتمال شته چې د خبرداري ډزې شوې وي، یا د سمندري ماینونو له امله د سرغړونکو بېړیو د چاودنو غږ وي.
تر اوسه د پېښې د لامل او احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.


