د بریتانیا د شهزادګۍ کېټ د سرطان او رغېدو د تجربې په اړه مستند فلم جوړېږي

0
55

د بریتانیا د ویلز شهزادګۍ کېټ میډلټن به د سرطان له ناروغۍ او درملنې وروسته د خپلې روغتیايي تجربې او بېرته رغېدو په اړه په یوه مستند فلم کې خبرې وکړي.

د کېنسېنګټن ماڼۍ د شنبې په ورځ، د نومبر ۲۱مه، ویلي چې دغه مستند فلم، چې «Heal» نومېږي، د نومبر په ۲۹مه به لومړی د بي‌بي‌سي له لارې خپور شي او وروسته به په امریکا، اسټرالیا او کاناډا کې هم نندارې ته وړاندې شي.

کېټ په دغه مستند فلم کې وايي، سرطان انسان بدلوي، نه یوازې د بدن له پلوه، بلکې د انسان پر ژوند او رواني وضعیت هم ژور اغېز کوي.

کېټ د بریتانیا د پاچا د ځایناستي شهزاده ویلیام مېرمن ده.

هغې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې د نس له لویې جراحۍ وروسته په ترسره شویو معایناتو کې ورته سرطان تشخیص شوی او درملنه یې پیل کړې ده.

نوموړې تر اوسه د خپل سرطان ډول نه دی څرګند کړی.

دغه مستند فلم د کېټ هغه بهیر هم انځوروي چې په ترڅ کې یې نوموړې د سرطان د ناروغانو د ملاتړ په موخه د «Royal Marsden» خیریه بنسټ لپاره د ملي درې لوړو څوکو ننګونه ترسره کوي؛ په دې ننګونه کې باید د سکاټلنډ، انګلستان او وېلز تر ټولو لوړې څوکې په ۲۴ ساعتونو کې وخېژي.

د کېنسېنګټن ماڼۍ په وینا، دغه فلم د جدي ناروغیو پر ناروغانو او د هغوی پر کورنیو او شاوخوا کسانو د اغېزو په اړه دی او هڅه کوي چې د ناروغۍ له تشخیص، درملنې او رغېدو پړاوونو سره د خلکو د مرستې لارې چارې روښانه کړي.

ټاکل شوې دغه مستند فلم د نومبر په ۲۹مه د بریتانیا پر بي‌بي‌سي ون او بي‌بي‌سي iPlayer خپور شي او وروسته به د امریکا، اسټرالیا او کاناډا له رسنیو هم خپرېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ