د طالبانو حکومت او تانزانیا د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

0
64

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا د کانونو له وزیر انتوني ماویند سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه لیدنه د تانزانیا د پانګونې په اووم نړیوال کنفرانس کې شوې، چې دواړو لورو پکې د کانونو د پروسس، د معدني موادو د صادراتو او د تجربو د تبادلې په اړه بحث کړی دی.

نورالدین عزیزي په کور دننه د معدني موادو پر پروسس ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا کار د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د صادراتو د ارزښت په لوړولو کې مهم رول لري.

دواړو لورو همداراز تانزانیا ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او غالیو پر صادراتو او په کابل او تانزانیا کې د ګډو سوداګریزو نندارتونونو پرجوړولو هوکړه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ