په بریتانیا کې د سختې یخنۍ له امله د روغتیايي خطر خبرداری تر راتلونکې سېشنبې سهار ۹ بجو پورې غځول شوی دی.
د سکای نیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ، شمال ختیځ او یارکشایر سیمو کې د یخنۍ له امله د روغتیايي خطر ژېړ خبرداری نافذ دی.
د راپورونو له مخې، د شنبې په لومړیو ساعتونو کې د سکاټلنډ په لوړو سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۱۰ سانتيګراد ته رسېدلې، چې د روان مني تر ټولو سړه شپه بلل شوې ده.
د بریتانیا د روغتیايي امنیت ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه سړه هوا په ځانګړي ډول د زیانمنونکو کسانو روغتیا له خطر سره مخ کولی شي او روغتیايي خدمتونو ته د اړتیا کچه لوړولی شي.
د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د یکشنبې په ورځ به د انګلستان په شمال کې د سپکو بارانونو او په سوېل لوېدیځ کې د پرلهپسې ورښتونو اټکل هم شوی دی.


