افغان ابدالیان نن د بنګله‌دېش الف لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي

0
73

د افغانستان کرېکټ الف لوبډله به د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د بنګله‌دېش الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د کابل پر وخت له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

افغان ابدالیانو په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره ترسره کړه، چې د شپږو وېکټو په توپیر یې وبایلله.

د افغانستان الف لوبډله به تر دې لوبې وروسته د دوشنبې په ورځ د هانګ‌کانګ له ملي لوبډلې سره هم مخ شي.

افغان ابدالیانو په ۲۰۲۴ کال کې د ځوانانو اسیا جام اتلولي ګټلې وه او سږکال د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره سیالۍ کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ