ریاض کې د امریکا سفارت په منځني ختیځ کې خپلو وګړو ته د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی

0
61

په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت په منځني ختیځ کې مېشتو امریکایي وګړو ته د امنیتي وضعیت د خرابېدو او احتمالي بریدونو له امله د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

دغه سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي وسله‌والو له‌خوا د احتمالي بریدونو ګواښ زیات شوی او امریکایي وګړي باید د خپل امنیت لپاره اضافي تدابیر ونیسي.

په خبرپاڼه کې همداراز ادعا شوې، چې ایران په سیمه کې د امریکایي چارواکو د په نښه کولو هڅو ته دوام ورکوي؛ له همدې امله په منځني ختیځ کې مېشت امریکایان باید له امنیتي وضعیت څخه ځانونه خبر وساتي.

د امریکا سفارت یادونه کړې، چې په تېرو کلونو کې د حوثیانو له‌خوا پر سعودي عربستان بریدونو ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اړولې او دغه ډول پوځي نښتې د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.

سفارت خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې روان تاوتریخوالی ښايي په چټکۍ پراخ شي او له اوسنیو سیمو نورو برخو ته هم وغځېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ