د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په جوزجان ولایت کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولیدي توربین د بیاځلې فعالیت د پیلولو پرانیسته وکړه.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه توربین د لړم میاشتې په ۲۳مه بېرته فعالیت پیل کړ.
ملا عبدالغني برادر د برېښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور پانګونه ستایلې او له نورو پانګوالو یې هم غوښتي چې د برېښنا او نورو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه اخیستي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
هغه له پانګوالو او صنعتکارانو غوښتي چې د هېواد په بیارغونه او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.


