د بریتانیا په چیسټر ښار کې یوه محکمې، ۲۷ کلن هندي محصل بلال قاضي، چې لږ تر لږه ۷۰ کمعمره نجونې یې په انلاین ډول غولولې او له هغوی د لوڅو انځورونو او ویډیوګانو په اخیستو تورن و، پر ۳۰ کاله بند محکوم کړ.
د راپور له مخې، نوموړي د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۵ کال تر اګست پورې د سنیپچټ، وینک او روبلوکس په څېر اپلېکېشنونو له لارې له ۱۰ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکې نجونې په نښه کولې.
هغه ځان د ۱۴ کلن بریتانوي هلک په نوم معرفي کاوه او نجونې یې دې ته هڅولې چې ګواکې ورسره عاطفي اړیکه لري.
محکمې ویلي، نوموړي به له نجونو د شخصي او جنسي محتوا غوښتنه کوله او د انکار په صورت کې به یې د پخوانیو انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو ګواښونه کول.
په ځینو مواردو کې یې د قربانیانو ټولنیزې رسنۍ هم هک کړې او شخصي انځورونه یې د هغوی له ملګرو او کورنیو سره شریک کړي دي.
نوموړي د جنسي محتوا د جوړولو، باج اخیستنې او ماشومانو ته د جنسي فعالیت د هڅونې په ګډون د ۳۷ جرمونو اعتراف کړی دی.
د محکمې د پرېکړې له مخې، هغه باید لږ تر لږه ۲۰ کاله په بند کې تېر کړي، څو د مشروطې خوشې کېدو د غوښتنې وړ وګرځي؛ همداراز به یې نوم د ټول عمر لپاره د جنسي مجرمانو په نوملړ کې ثبت وي.
د راپورونو له مخې، د نوموړي د کړنو له امله ځینو قربانیانو د ځانوژنې هڅې کړي، له اضطراب او رواني ستونزو سره مخ شوي او د خوړو اختلالات یې پیدا کړي دي.
د چشایر پولیسو په وینا، د لومړنیو څېړنو پر مهال د احتمالي قربانیانو شمېر ۱۸۰ تنو ته رسېږي.


