د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د دغه هېواد د سیریک سیمې پر یوه مخابراتي مرکز د هوايي برید په غبرګون کې یې په بحرین کې د امریکا د خبرداري لومړنی رادار په نښه کړی او له منځه وړی دی.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې برید چارې د دغه ځواک د هوايي څانګې ترسره کړې دي.
د اعلامیې له مخې، دا اقدام امریکا ته یو جدي خبرداری دی.
سپاه ټینګار کړی چې که پر ایران هوايي بریدونه بیا تکرار شي، د دغه هېواد نوایي ځواکونه د ځوابي اقداماتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د سپاه پاسداران په وینا، هغه شرکتونه هم له خبرداري سره مخ شوي چې د دوی په ادعا د هرمز تنګي له لارې د تېلو په قاچاق کې ونډه لري.
سپاه ویلي، دغه شرکتونه به د خپلو فعالیتونو د دوام په صورت کې له لا سختو اقداماتو سره مخ شي.
بلخوا، د امریکا او بحرین چارواکو تر اوسه د دغه برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


