نن جمعه، د نومبر ۱۳مه، په ټوله نړۍ کې د مهربانۍ نړیواله ورځ نمانځل کېږي؛ دا ورځ د انسانانو ترمنځ د خواخوږۍ، نېک چلند، متقابل درناوي او د مرستې کولو د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه ځانګړې شوې ده.
د مهربانۍ نړیواله ورځ خلک هڅوي چې په ورځني ژوند کې له یو بل سره له نرمۍ او درناوي کار واخلي، د اړمنو لاسنیوی وکړي او د نورو د ستونزو پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي.

مهرباني یوازې د مالي مرستې یا لویو کارونو په ترسره کولو پورې محدوده نه ده، بلکې د یوه ښه چلند، خواخوږۍ ډکې خبرې، د چا د ستونزې اورېدو او د اړتیا پر مهال د مرستې لاس اوږدولو له لارې هم څرګندېدای شي.
د دې ورځې موخه دا ده چې په ټولنه کې د فردي او ټولنیزې همکارۍ روحیه پیاوړې، د خلکو ترمنځ واټنونه کم او د زغم، یووالي او متقابل باور فضا رامنځته شي.

د مهربانۍ نړیواله ورځ دا پیغام لري چې د انسانانو ترمنځ مثبت بدلون له کوچنیو نېکو کړنو پیلېږي او هر فرد کولای شي د خپل ښه چلند له لارې د نورو په ژوند کې د پام وړ اغېز ولري.


