کابل کې د ایران سفیر: افغان ناروغانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابروو

0
65

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي وايي، هېواد یې هڅه کوي چې افغان ناروغانو ته د ویزو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې برابرې او د ایران روغتیايي تولیدات په مناسبو بیو د افغانستان بازار ته وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران سفیر د افغانستان د روغتیا له دویم کورني او نړیوال نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د بېلابېلو روغتیايي شرکتونو غرفې کتلي او د هغوی له تولیداتو او خدمتونو سره بلد شوی دی.

بېکدلي ویلي، هڅه کوي د افغانستان او ایران د سوداګرو ترمنځ اړیکې پراخې کړي او افغانانو ته د ایران د باکیفیته روغتیايي محصولاتو د مناسبې بیې زمینه برابره کړي.

دغه نندارتون چې یوه ورځ وړاندې په کابل کې پرانیستل شوی، ګڼ روغتونونه، تولیدي او وارداتي شرکتونه پکې خپل روغتیايي محصولات، خدمتونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې نندارتون موخه د روغتیايي سکتور د ظرفیتونو معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د تجربو تبادله ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ