د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، زاهد به په هند کې د یوه نړیوال نندارتون ترڅنګ له دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او ګډو پانګونو په اړه خبرې وکړي.
د دغه سفر موخه د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو معرفي کول، د افغاني محصولاتو لپاره د نویو بازارونو موندل او له هند سره د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.


