شګوفه نورزۍ: افغانان بیا جګړه نه غواړي؛ د حقونو ترلاسه کول باید د خلکو د وینو په بیه نه وي

0
21

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شګوفه نورزۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سره په لیدنه کې ویلي، افغانان نور د جګړې زغم نه لري او د سیاسي موخو او شخصي ګټو لپاره باید هېواد یو ځل بیا د جګړې ډګر نه شي.

نورزۍ په دې لیدنه کې د پښتون مېشتو سیمو، په ځانګړي ډول هلمند، د محرومیت او تبعیض په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه سیمې د جګړو او ناامنۍ له امله له روغتیايي خدمتونو، معیاري زده‌کړو او پرمختیايي پروژو بې‌برخې پاتې شوې دي.

هغې په هلمند کې د ځینو روغتیايي مؤسسو د فعالیتونو د بندېدو ګواښ ته هم اشاره کړې او د ښځو د روغتیايي خدمتونو محدودول یې د اندېښنې وړ بللي دي.

نورزۍ ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو، د ښځو د حقونو او د ټولو افغانانو د برابرۍ غوښتنه باید د جګړې د بیا پیل په بیه نه وي او د خلکو حقونه باید د قوم، ژبې او جغرافیې له مخې توپیر ونه لري.

هغې د خپلو خبرو په پای کې ویلي: «موږ د حقونو غوښتونکي یو، د جګړې نه! موږ د بدلون غوښتونکي یو، د وینې تویولو نه!»

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ