رحمت شاه زرمتی د ټسټ کرېکټ د نړۍ اووم غوره توپ‌وهونکی شو

0
50

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د ټسټ سیالیو د توپ‌وهونکو په تازه درجه‌بندۍ کې اووم مقام خپل کړی دی.

نوموړی لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د ټسټ کرېکټ د نړۍ د لسو غوره توپ‌وهونکو په نوملړ کې ځای نیسي.

رحمت شاه تر دې دمه د افغانستان لپاره په ۱۴ ټسټ سیالیو کې د نږدې ۵۵ منډو په اوسط ۱۳۷۲ منډې کړې دي.

په دې منډو کې یې پنځه سلیزې او اووه نیمه‌سلیزې شاملې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ