د امریکا د استازو جرګې غړي آندري کارسون امریکا ته د زرګونو افغان کډوالو د احتمالي ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان ته د هغوی بېرته لېږل به یو ظالمانه او ناسم اقدام وي.
کارسون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د دغو افغانانو ګڼ شمېر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او اوس په امریکا کې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت (TPS) په نوم د دوهګوندي طرحې ملاتړ هم اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې امریکا باید له خپلو افغان متحدانو سره دښمني ونه کړي او هغوی یوازې پرېنږدي.
د امریکا د استازو جرګې دغه غړي په داسې حال کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې، چې د زرګونو افغانانو د استوګنې او راتلونکي برخلیک په اړه له امریکا څخه د ایستلو اندېښنې زیاتې شوې دي.


