ټرمپ: پر ایران راتلونکی احتمالي برید به تر مخکیني برید پنځه برابره پراخ وي

0
67

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران پر وړاندې پوځي عملیات بیا پیل شي، نو راتلونکی برید به د تېر برید په پرتله نږدې پنځه برابره پراخ وي.

نوموړي ویلي، امریکایي ځواکونه د اړتیا په صورت کې د پوځي عملیاتو بیا پیل ته بشپړ چمتو دي.

ټرمپ دغه څرګندونې له سي‌سپان (C-SPAN) ټلوېزیون سره په ټلیفوني مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي، ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی او واشنګټن به معلومه کړي چې ایا دواړه لوري یوې هوکړې ته رسېدای شي که نه.

نوموړي زیاته کړې چې قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین او کویټ د ایران پر وړاندې د یوه بل پراخ پوځي برید پر ځای د اوسني وضعیت ساتل غوره ګڼي.

د ټرمپ په وینا، نوموړی هم په اوسني پړاو کې د پوځي برید پر ځای د همدې تګلارې ملاتړ کوي.

ټرمپ همداراز د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که تهران د «پیک‌اکس ماونټین» په اټومي تأسیساتو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي، امریکا ښايي دغه ځای په نښه کړي؛ خو نوموړي ویلي چې تر اوسه یې د داسې فعالیتونو نښې نه دي لیدلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ټرمپ په جلا څرګندونو کې ویلي چې د امریکا پوځي اقدام په اوسني وخت کې اړین نه برېښي، خو امریکایي ځواکونه د هر ډول احتمالي بدلون پر وړاندې چمتو دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ