هګست: امریکا پنځه کاله وړاندې په کابل کې نړیوال اعتبار له لاسه ورکړ

0
34

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګست له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د دغه هېواد د پخواني حکومت له ناکامیو څخه بللی او ویلي یې دي چې د کابل د سقوط او د امریکايي ځواکونو د ګډوډ وتلو صحنې د امریکا ټولو نړیوالو سیالانو ولیدې.

هګست په خپله وینا کې ویلي، چې امریکا پنځه کاله وړاندې په کابل کې له سپکاوي سره مخ شوه او د دې پېښې اغېزې یوازې افغانستان پورې محدودې نه وې، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا دښمنانو ولیدلې.

نوموړي د پخواني ولسمشر جوبایډن پر ادارې او د هغه وخت د دفاع وزیر لوېډ اسټین پر کړنو نیوکې وکړې او د امریکايي ځواکونو وتل یې له افغانستانه یوه ناکامه او له ناوړه پایلو ډکه پرېکړه وبلله.

هګست همداراز د کانګرس پر غبرګون نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له جدي ستونزو سره مل وو، خو د هغه وخت د دفاع وزیر د استیضاح لپاره رایه ورنه کړل شوه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ