بغلان کې ۲۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط شوې

0
57

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد ځواکونو په دوو کشفي عملیاتو کې ۲۹ میله بېلابېلې وسلې نیولې دي.

د بغلان ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په نیول شویو وسلو کې ۲۸ میله تومانچې او یو میل لاسي بم‌ویشتونکی شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه وسلې له هغو کسانو ترلاسه شوې چې ځانونه یې د وسلو ترمیم‌کاران معرفي کول، خو د وسلو د ترمیم ترڅنګ یې د هغو پېر او پلور هم کاوه.

د بغلان ولایت مقام د نیول شویو کسانو د هویت او برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ