د سعودي شرکت په مرسته به ۳۰ زره افغانان د حج مراسم ادا کړي

0
57

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې له یوه سعودي شرکت سره یې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د حج د خدمتونو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون له مخې، یاد شرکت به افغان حاجیانو ته د استوګنې، خوړو، ترانسپورټ او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو مسوولیت پر غاړه ولري.

د تړون له مخې، حاجیان به د سعودي عربستان د جده، مکې مکرمې او مدینې منورې ښارونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره هم ترانسپورټي خدمات ترلاسه کړي.

وزارت د یاد سعودي شرکت نوم او د تړون مالي جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ