د ښځو د حقونو محدودیتونه؛ سکاټلنډ له افغان کرکټ لوبډلې سره سیالۍ دروي

0
40

د سکاټلنډ کرکټ بورډ اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو د حقونو د محدودیتونو له امله به له افغانستان سره دوه اړخیزې کرکټ سیالۍ نه ترسره کوي.

د سکاټلنډ کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ او بشري حقونو په برخه کې د پام وړ بدلون نه وي راغلی، له افغان لوبډلې سره به په خپله خوښه هېڅ سیالي تنظیم نه کړي.

د دې پرېکړې له مخې، دواړه لوبډلې به یوازې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په رسمي سیالیو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، چې د اړتیا په صورت کې تمریني لوبې هم پکې شاملې دي.

د سکاټلنډ کرکټ ادارې د روان کال په دوبي کې له افغان کرکټ بورډ سره د خپلو اړیکو د ارزونې بهیر پیل کړی و او د نوې تګلارې په اړه یې خپل نارینه او ښځینه لوبغاړي هم خبر کړي دي.

بلخوا، سکاټلنډي لوبغاړي جورج منسي ته به د افغانستان په احتمالي غوره لیګ کې د ګډون اجازه ورکړل شي، خو په دې شرط چې دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا منظوري ترلاسه کړي.

تر سکاټلنډ مخکې اسټرالیا او انګلستان هم د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو د حکومت د سیاستونو له امله له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو په اړه ورته دریځ خپل کړی و.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د کرکټ د ودې او فعالیتونو په برخه کې محدودیتونه زیات شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ