ریاض کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

0
63

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ریاض کې د چاودنو غږونه د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې له‌خوا د احتمالي ګواښ په اړه د خبرداري له خپرېدو لږ وروسته اورېدل شوي دي.

تر اوسه د دغو چاودنو د څرنګوالي، احتمالي لامل او د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

همداراز، د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ