د پاکستان په تر ټولو لوی سوداګریز ښار کراچۍ کې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د نومبر تر پنځمې نېټې پورې د بېلابېلو جرمونو څه باندې ۴۶ زره پېښې ثبت شوې دي.
د خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې، په دې موده کې د وسلهوالو غلو په ډزو لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې ۱۶ زره او ۸۲۱ ګرځنده ټیلیفونونه هم د غلو له خوا لوټ شوي دي.
همدارنګه، د غلو له خوا ۱ زره او ۳۰۱ موټر او ۲۸ زره او ۴۹۵ موټرسایکلونه غلا شوي یا په زور اخیستل شوي دي.
د شمېرو له مخې، د غلا شویو او په زور اخیستل شویو موټرو او موټرسایکلونو شمېر ۲۹ زره او ۷۶۸ ته رسېږي.
دغه شمېرې په کراچۍ ښار کې د کوڅهییزو جرمونو پراخوالی او د ښاریانو د امنیت په برخه کې د پولیسو پر وړاندې شته ننګونې په ډاګه کوي.


