سوریه یمن ته د خپلو سرتېرو د لېږلو پلان نه لري

0
62

د سوریې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، دمشق یمن ته د خپلو پوځيانو د لېږلو هېڅ پلان نه لري او په دې اړه خپاره شوي راپورونه یې رد کړي دي؛ خو زیاته کړې یې ده چې له سعودي عربستان سره پوځي همکاري ښايي په راتلونکي کې پراخه شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سعودي عربستان له تېرې جولای میاشتې راهیسې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ځواکونو سره د مخ پر زیاتېدو ترینګلتیا سره مخ دی.

په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې له بیا پیلېدو سره په یمن کې هم جګړه شدیده شوې او ریاض هڅه کوي له بېلابېلو متحدانو څخه دفاعي او پوځي ملاتړ ترلاسه کړي.

رویټرز د جمعې په ورځ د دوو سوریایي پوځي سرچینو او یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې سوریې په وروستیو اوونیو کې یو محدود شمېر پوځي سلاکاران سعودي عربستان ته لېږلي، څو د دغه هېواد له ځواکونو سره د پوځي مشورو او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

خو د سوریې ډیپلوماټیکې سرچینې د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «سانا» ته ویلي، چې له سعودي عربستان سره د پوځي همکاریو اوسنی تمرکز د ځواکونو پر روزنه، د هغوی د وړتیاوو پر لوړولو او د پوځي تجربو پر تبادلې دی.

سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې د سعودي چارواکو د همغږۍ سفرونه راتلونکې میاشت سوریې ته پیل شي او ښايي دا همکاري وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې دفاع هوکړې یا د مکې تړون ته د سوریې د ورګډېدو تر کچې پراخه شي.

د مکې تړون د روان کال په اګست میاشت کې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی دفاعي تړون دی. ترکیې د پنجشنبې په ورځ دغه تړون تصویب کړ، چې له مخې یې انقره کولای شي له ریاض سره پوځي مرسته وکړي.

سوریې او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر پر مهال د پوځي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

دا په څه کم یوه میاشت کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او احمد الشرع دویمه لیدنه وه.

د سوریې یوه لوړپوړي ډیپلوماټ دغه هوکړه د پوځي همکاریو لپاره یو پراخ چوکاټ بللی دی.

سوریه په ۲۰۲۴ کال کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، چې د ایران متحد و، د سعودي عربستان او امریکا نږدې متحد هېواد ګرځېدلی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ