فضل الرحمن: په پاکستان کې د واکمنې ادارې له دریځه مخالفت د غدارۍ په نوم یادېږي

0
78

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، په پاکستان کې د انګرېزانو پر ضد د مبارزې کوونکي غداران بلل شوي او اوس هم هغه کسان د غدارۍ په تور تورنېږي چې د واکمنې ادارې له غوښتنو سره سم ژوند نه کوي.

نوموړي په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، که څوک له پاکستان سره سل ځله وفاداري هم وښيي، خو د اوسني پوځي او سیاسي جوړښت د غوښتنو پیروي ونه کړي، د غدار په نوم یادېږي.

فضل الرحمن زیاته کړې، سیاسي اختلاف او دښمني په هره ټولنه کې شته، خو د لویو سیاسي شخصیتونو ترمنځ اختلاف هم له درناوي او وقار سره مل وي؛ خو د نوموړي په وینا، په پاکستان کې د اختلاف پر وړاندې نامناسب اقدامات کېږي.

هغه د پاکستان پر رسنیو هم نیوکه کړې او ویلي، چې د ده څرګندونې او د نورو لورو دریځونه دې له یو بل سره پرتله شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ