ډیلي د نړۍ تر ټولو ککړ لوی ښار اعلان شو

0
28

د هند پلازمېنه ډیلي د شنبې په سهار د سویس د «ای‌کیوایر» ادارې د هوا د ککړتیا د ژوندۍ درجه‌بندۍ له مخې د نړۍ تر ټولو ککړ لوی ښار بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ډیلي د هوا د ککړتیا کچه د سهار په ۱۰:۳۵ بجو ۵۸۱ ته رسېدلې وه، چې د پاکستان د لاهور ښار د ۲۸۵ کچې نږدې دوه برابره ده.

د هند حکومت د هوا د ککړتیا د زیاتوالي له امله په ډیلي او شاوخوا سیمو کې ښوونځیو ته سپارښتنه کړې چې انلاین زده‌کړې وکړي او خلک یې هڅولي چې له کورونو کار وکړي.

دا وضعیت د هندوانو د دیوالي جشن له پیل یوه ورځ مخکې رامنځته شوی؛ هغه جشن چې پکې د اورلوبو او پټاقیو پراخ استعمال د هوا ککړتیا نوره هم زیاتوي.

د راپور له مخې، د جمعې په ورځ په ډیلي کې د دیوالي له جشن مخکې د تېرو اتو کلونو په پرتله د هوا د ککړتیا تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې وه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ