
د کینیا یوې محکمې د مذهبي ډلې مشر پاول مکینزي ته د ۱۹۱ کسانو، چې ۱۹۰ یې ماشومان وو، د وژنې په تړاو د ۲۰۰ کلونو بند سزا ورکړې ده.
مکینزي خپلو پیروانو ته د نړۍ د پای ته رسېدو په پلمه د لوږې اعتصاب سپارښتنه کړې وه او هغوی یې هڅولي وو چې له خپلو ماشومانو سره یوځای له خوړو ډډه وکړي، څو جنت ته ورسېږي.
د محکمې د حکم له مخې، نوموړی د لوږې له لارې د وژنې په تور ۱۰۰ کاله او د مستقیمې وژنې په تور ۱۰۰ کاله نور بند محکوم شوی دی.

په دې قضیه کې د مکینزي ۲۸ نور همکاران هم په بېلابېلو بندونو محکوم شوي دي.
د کینیا چارواکي وايي، د شاکاهولا ځنګل په ډلهییزو قبرونو کې تر ۴۰۰ ډېر جسدونه موندل شوي او د مړو احتمالي شمېر ښايي ۵۰۰ کسانو ته ورسېږي.
دا قضیه په ۲۰۲۳ کال کې وروسته له هغې افشا شوه چې پولیسو د کینیا په ساحلي سیمه کې د ډلهییزو قبرونو موندل پیل کړل.

