د امریکا په اریزونا ایالت کې ډیموکراټانو تاریخي بریا ترلاسه کړه

0
37

د امریکا په اریزونا ایالت کې ډیموکراټ ګوند د ایالتي مقننه جرګې دواړو مجلسونو کنټرول ترلاسه کړی او د والي څوکۍ یې هم ګتلې ده.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، ډیموکراټانو له ۱۹۶۶ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په دې ایالت کې بشپړ سیاسي واک ترلاسه کړی دی.

د دې بریا له مخې، ډیموکراټان اوس د اریزونا د حکومت په درې واړو مهمو برخو کې واک لري.

دا بدلون د امریکا د منځمهالو ټاکنو په لړ کې د ډیموکراټانو د لاسته راوړنو یوه مهمه برخه بلل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ