د امریکا او ایران ترمنځ پوځي او سیاسي کړکېچ یو ځل بیا ډیر شوی.
په ورته وخت کې د هرمز تنګي په سیمه کې د تېلو پر لېږدوونکو بېړیو د بریدونو راپورونو نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نومبر میاشتې له پیل راهیسې لږ تر لږه په پنځه بېړیو بریدونه شوي.
د ایران انقلابي ګارډ ادعا کړې چې ځینې بېړۍ له سمندري ماینونو سره د لګېدو له امله لمنځه تللي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي واشنګټن ښايي یو ځل بیا پر ایران بریدونه وکړي.


