چین له ۲۰۳۰ کال مخکې سپوږمۍ ته د درېیو فضانوردانو د لېږلو پلان لري

0
22

چین سپوږمۍ ته د درېیو فضانوردانو د لېږلو د خپل پلان جزئیات اعلان کړي او غواړي دغه ماموریت د ۲۰۳۰ کال تر مخه ترسره کړي.

د ګلوبل ټایمز د راپور له مخې، د دې ماموریت طرحه د بېجینګ په ښار کې د بشري فضایي څېړنو په اووم سمپوزیم کې وړاندې شوې ده.

د پلان له مخې، دوه «لونګ مارچ-۱۰» توغندي به په جلا جلا توګه وتوغول شي؛ لومړی توغندی به د سپوږمۍ د کېناستو وسیله مدار ته ورسوي او دویم به له درېیو چینایي فضانوردانو سره فضايي بېړۍ ولېږدوي.

وروسته به دواړه فضايي وسایل د سپوږمۍ په مدار کې یو له بل سره یوځای او ونښلول شي.

له دې ډلې به دوه فضانوردان د سپوږمۍ د کېناستو وسیلې ته ولېږدېږي او د سپوږمۍ سطحې ته به ښکته شي، څو علمي څېړنې ترسره کړي؛ درېیم فضانورد به په اصلي فضايي بېړۍ کې پاتې شي.

د څېړنو له بشپړېدو وروسته به دوه فضانوردان بېرته مدار ته پورته شي، له اصلي فضايي بېړۍ سره به ونښلول شي او په ګډه به ځمکې ته راستانه شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ