عظمت الله عمرزي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړۍ سلیزه جوړه کړه

0
20

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي عظمت الله عمرزي د زیمبابوې پر وړاندې په دویمه شل اوریزه لوبه کې سلیزه جوړه کړه.

عظمت الله عمرزي په دغه لوبه کې په ۴۴ توپونو ۱۰۱ منډې جوړې کړې او په دې سره یې په شل اوریزو لوبو کې خپله لومړۍ نړیواله سلیزه ثبت کړه.

نوموړي په دې لوبه کې د افغانستان د منډو د زیاتولو لپاره چټکه توپ‌وهنه وکړه او خپله سلیزه یې په داسې مهال بشپړه کړه چې افغان لوبډله له سخت فشار سره مخ وه.

د دې لوبې پچه زیمبابوې لوبډلې وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې زیمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ