جاپان: افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ باید بزګرانو ته بدیل معیشت برابر شي

0
26

په کابل کې د جاپان سفارت د افغانستان د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه دوامداره هڅو ته اړتیا لري.

د جاپان سفارت ویلي، د افغانستان د کوکنارو د کښت د کمولو ترڅنګ باید د هغو بزګرانو د بدیل معیشت ملاتړ هم وشي چې پخوا یې کوکنار کرل.

دا په داسې حال کې ده چې د UNODC د اټکل له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۶ کال کې څه باندې ۴۳ زره هکټارو ته لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، سږ کال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۱۶ ولایتونو کې د کوکنارو کښت ثبت شوی، چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ