رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د دغه هېواد په پوځي اډو کې د فریزرونو د خرابېدو او د خوراکي توکو د ضایع کېدو پېښې د احتمالي سایبري برید په توګه څېړي.
د راپور له مخې، د روان کال د اګست په وروستیو کې د امریکا په لږ تر لږه شپږو پوځي اډو کې د خوراکي توکو د ساتنې فریزرونه له ستونزو سره مخ شوي وو.
په ځینو مواردو کې د فریزرونو د سړولو تودوخه د شپې له خوا لوړه شوې وه، چې له امله یې سهار مهال ګڼ خوراکي توکي خراب شوي وو.
پنټاګون ویلي، د امریکا د سایبري قوماندانۍ اړوند څانګه له نورو دولتي ادارو او د قانون پلي کوونکو بنسټونو سره په همغږۍ د پېښو څېړنه کوي.
د امریکا د پوځ د جنایي څېړنو ادارې هم تایید کړې، چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د راپور له مخې، امریکایي څېړونکي د فرانسې له چارواکو سره هم په اړیکه کې دي؛ ځکه د روانې میاشتې په لومړیو کې په فرانسه کې ورته سایبري برید د ۳۵۰ څخه زیاتو سوپرمارکېټونو د یخولو سیستمونه اغېزمن کړي وو او د ګڼو کنګل شویو خوراکي توکو د ضایع کېدو لامل شوی و.
په فرانسه کې د برید پر مهال د یخچالونو او فریزرونو د تودوخې تنظیموونکي سیستمونه بدل شوي وو، چې له امله یې په ځینو ځایونو کې د یخولو وسایل ان اور اخیستو ته هم رسېدلي وو.
د یوه سوپرمارکېټ د مالک په اټکل، د دغه برید مالي زیان ښايي په ټول هېواد کې لسګونو میلیونو یورو ته ورسېږي.
رویټرز لیکلي، تر اوسه نه ده معلومه چې د امریکا د پوځي اډو په پېښو کې سایبري برید په قطعي ډول ثابت شوی او که نه، او همداراز د احتمالي برید تر شا د چا لاس و.
د راپور له مخې، د یخولو د ځینو پخوانیو کنټرولي سیستمونو انټرنېټ ته نښلول کېدل ښايي د هکرانو لپاره د نفوذ زمینه برابره کړې وي.


