روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د بندیانو د تبادلې په یوه تازه پړاو کې له یو بل سره ټولټال ۵۴۰ کسان تبادله کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دې تبادله کې ۲۷۰ روسي پوځیان د اوکراین له اسارت څخه خوشې شوي او په مقابل کې ۲۷۰ اوکرایني پوځیان د روسیې له زندان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي، خوشې شوي روسي پوځیان لومړی په بېلاروس کې طبي او رواني مرستې ترلاسه کوي او وروسته روسیې ته لېږدول کېږي.

د اوکراین چارواکو هم د خپلو پوځیانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی دی.
دا تبادله په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه ده او د بندیانو د خوشې کولو هڅې د بشري همکاریو یوه مهمه برخه بلل کېږي.


