جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره د پوځي خبرو وړاندیز کړی

0
45

جنوبي کوریا یو ځل بیا له شمالي کوریا سره د پوځي خبرو وړاندیز کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ پولې دقیق موقعیت مشخص او د احتمالي نښتو خطر کم شي.

د جنوبي کوریا د ملي دفاع وزارت د دفاعي پالیسۍ مرستیال وزیر، کیم هونګ چول، د جمعې په ورځ دغه وړاندیز اعلان کړی دی.

دا وړاندیز وروسته له هغې شوی چې تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ په غیرپوځي سیمه کې د ماین چاودنې د جنوبي کوریا څو سرتېري ټپیان کړل.

د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، د شمالي کوریا پوځ په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په غیرپوځي سیمه کې تاکتیکي سړکونه او کټارې جوړې کړې او ماینونه یې ښخ کړي دي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي، د دغو فعالیتونو پر مهال د شمالي کوریا سرتېري د دواړو هېوادونو د پوځي بېلتون له کرښې هم اوښتي دي.

جنوبي کوریا تېر کال په نومبر کې هم د پولې د موقعیت په اړه د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو وړاندیز کړی و، خو د پیونګ‌یانګ حکومت تر اوسه دې وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.

د جنوبي کوریا پوځ تر څېړنو وروسته ویلي وو، چې هغه ماینونه چې د سپټمبر په میاشت کې یې د دوو جنوبي کوریايي سرتېرو د سخت ټپي کېدو لامل شول، د پوځي بېلتون کرښې سوېل ته د شمالي کوریا له لوري ښخ شوي وو؛ خو شمالي کوریا د جنوبي کوریا دغه ادعا رد کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ