استانبول د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مهمې غونډې کوربه دی

0
21

د ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران به نن د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د سیمې د کړکېچونو او د سمندري لارو د امنیت په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا غونډه د ترکیې په نوښت جوړېږي. په دې غونډه کې به د هرمز تنګي وضعیت، د فلسطین کړکېچ، د یمن وروستي بدلونونه او د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لارې چارې وڅېړل شي.

ټاکل شوې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو ټینګار وکړي. هغه به همدارنګه د هرمز او باب‌المندب په تنګیو کې د بېړیو د تګ راتګ پر ازادۍ او امنیت ټینګار وکړي.

دا د دغو اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ګډه غونډه ده چې په همدې بڼه جوړېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ