قطر وایي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړې باید د افغانانو په مشرۍ د یوه ټولشموله سیاسي بهیر له لارې وشي او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.
د قطر د نړیوالې همکارۍ وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند، دغه څرګندونې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي.
نوموړې ویلي، افغانستان د نړیوالې ټولنې دوامدارې همکارۍ، عملي مرستو او د ګډو هڅو پیاوړتیا ته اړتیا لري.
هغې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اقتصادي ستونزې، د کډوالو بېرته ستنېدل او د خلکو بېځایه کېدل د دغه هېواد پر عامه خدمتونو او د خلکو پر ژوند فشار زیاتوي.
المسند د روغتیا، زدهکړو، خوړو او څښاک اوبو په برخو کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلې مرستې همغږې کړي او اړمنو افغانانو ته یې په اغېزمنه توګه ورسوي.
نوموړې زیاته کړې، چې د افغانستان ثبات یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سیمې د امنیت، اقتصادي اړیکو او نړیوالې سولې لپاره هم مهم دی.
هغې همداراز د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر د افغانستان په اړه د نړیوالې همکارۍ لپاره مهم بللی دی.


