ایران: د شرطونو تر پوره کېدو مخکې له امریکا سره خبرې نه کوو

0
35

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د سیمه‌ییز کړکېچ او منځګړیتوب په اړه خبرې کړې دي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی چې له امریکا سره به تر هغه خبرې پیل نه کړي، څو یې شرطونه پوره شوي نه وي.

د ایران په غوښتنو کې د بندرونو د امریکايي محاصرې پای، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په سیمه کې د جګړې درول شامل دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ