افغانستان نن له بنګله‌دېش سره د درې اړخیزې لوب‌لړۍ په سیالۍ کې مخ کېږي

0
54

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوب‌لړۍ په درېیمه لوبه کې د بنګله‌دېش پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي د افغانستان پر وخت د مازیګر په ۴ بجو پیل شي.

افغان لوبډلې په دې لوب‌لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه له زمبابوې سره ترسره کړې او هغه یې په لوی توپیر ګټلې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ