ټرمپ: ښايي زیلینسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره بل مذاکره کوونکی وټاکي

0
21

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته پکار وي چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل هېواد په استازیتوب بل څوک د خبرو اترو لپاره وټاکي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «ښايي اوس د دې وخت وي چې زیلینسکي د خبرو اترو لپاره بل څوک وټاکي.»

هغه د اکتوبر په ۱۰مه هم د اوکراین د ولسمشر د بدلون غوښتنه کړې وه.

ټرمپ د روسیې د دریځ په اړه وویل چې مسکو د اوکراین په تړاو مناسب چلند کړی او زیاته یې کړه چې روسیې په دې برخه کې ډېر څه نه دي کړي.

نوموړي همداراز وویل، امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو ته دوام ورکوي.

هغه ویلي، چې دا احتمال هم څېړي چې اوکراینیانو ته اجازه ورکړل شي، چې د جګړې تر پای ته رسېدو پورې په امریکا کې د لنډمهاله خوندي استوګنې له وضعیت څخه برخمن شي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یو پلاوي په مشرۍ د مهمو سیاسي لیدنو او خبرو اترو لپاره ناروې ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې، چې نوموړی د ناروې له لومړي وزیر یوناس ګار ستورې، د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټوب او د امریکا له استازي سټیو ویټکوف سره وګوري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ