د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون په بازارونو کې د توکو د بیو د کنټرول او کیفیت د ارزونې د پیاوړتیا پرېکړه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې توکي په لوړه بیه پلوري یا د کیفیت له ټاکل شویو معیارونو سرغړونه کوي.
د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په کابل کې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د بازارونو د څارنې او د توکو د بیو د کنټرول بهیر چټکول د غونډې له مهمو پرېکړو څخه دي.

په همدې موخه، په ولایتونو او ولسوالیو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر څارنې لاندې د مستهلکینو کمېټې او په کابل کې د ښاروالۍ په مشرۍ کمېټه د بیو څارنې ته مکلفې شوې دي.
یادې کمېټې به د خپلو فعالیتونو راپورونه په منظم ډول د تعرفې کمېټې ته وړاندې کوي، څو د چارواکو په وینا، په بازارونو کې د توکو د بیو د بېځایه لوړوالي مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې، د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول لپاره هم د نویو اقداماتو لارښوونه شوې ده.
د پرېکړې له مخې، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د معیار او کیفیت اداره به په سوداګریزو بندرونو کې د توکو د معاینې او ارزونې بهیر پیاوړی کوي.
د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت ټینګار کړی، چې د دغو اقداماتو موخه بازارونو ته د بېکیفیته توکو د ننوتلو مخنیوی او د توکو د بیو او کیفیت جدي څارنه ده.


