د طالبانو امنیتي سرچینه: په جلال‌اباد کې د محبس د کشف د آمر قاتل په پکتیا کې ووژل شو

0
32

د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ایلم نیوز ته ویلي، فریدون د فتح خان زوی، چې د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او د کابل د پلچرخي سیمې اوسېدونکی و، په پکتیا کې وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، فریدون د روانې میزان میاشتې په ۱۳مه په جلال‌اباد ښار کې د محبس د کشف پر آمر د برید اصلي عامل و، چې نوموړی پکې وژل شوی و.

سرچینه زیاتوي، فریدون د برید له ورځې راهیسې تر څارنې لاندې و او تېره شپه پاکستان ته د تښتېدو پر مهال، د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې د تېرېدو په وخت کې، امنیتي ځواکونو په نښه کړی او وژلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د یاد برید ټول نور ښکېل کسان هم نیول شوي او د برید اصلي عامل فریدون ووژل شو.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ