د خیبر پښتونخوا د پېښور په افریديآباد سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې ۲۷ زدهکوونکي او یوه ښځینه ښوونکې شامله ده، په داسې حال کې چې ۱۹ نور کسان ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي، د ژغورنې ډلو تر اوسه ۴۰ کسان له خاورو او اوبو څخه را ایستلي او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري، ځکه د نورو کسانو د بند پاتې کېدو احتمال شته.
د پېښور چارواکو ویلي، چت هغه مهال را نړېدلی چې زدهکوونکي په ټولګیو کې پر زدهکړو بوخت وو.
د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او سیمهییزو چارواکو د پېښې د لامل د معلومولو لپاره د څېړنو خبر ورکړی.


