ټرمپ: روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو هوکړه کړې

0
49

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیې او اوکراین د انرژۍ د تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو درولو هوکړه کړې ده.

ټرمپ ویلي، دغه اوربند به سمدستي پلی شي؛ خو د هوکړې د شرایطو او مودې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، د ټرمپ اعلان ورته نوی خبر و، خو هېواد یې چمتو دی چې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو په برخه کې ورته اقدام وکړي.

تر اوسه د روسیې له لوري د دې هوکړې د رسمي تایید او عملي کېدو په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړل شوی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ